کډوالو وزارت: له هيڅ هيواده د افغانانو جبري ستنيدو سره موافق نه يو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۱)

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې دوی په هيڅ ډول له نورو هيوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو سره موافق نه دي.

د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پرون دايراني چارواکو په غبرګون کې کړي دي.

درې ورځې مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي وويل، که پر هيواد يې بنديزونه زيات شي ښايي د تيلو صادرات يې صفر ته راټيټ شي او دوی به اړ شي چې له خپل هيواده افغان کډوال اوباسي.

هغه ويلي و، په ايران کې درې ميليونه افغان کډوال ميشت دي چې دوه ميليونه کاري فرصتونه يې نيولي او په کلني ډول له ایرانه له درېيو تر پنځو ميليارده يورو نورو هيوادونو ته انتقالوي.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بيا وايي، که له ايران پاکستان یا بل هيواده په خپله خوښه افغانان راستنيږي مونږ يې هرکلی کوو خو په جبري ډول د افغانانو د راستنيدو  موافق نه یو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button