د بغلان ولايت د ملي امنيت مرستيال ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۲)

راپورونه وايي، چې د بغلان ولايت د ملي امنيت رياست مرستيال د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د بغلان امنيتي سرچينې وايي، د ملي امنيت اوپراتيفي مرستيال عبدالغفور خان باندې د دوشې ولسوالۍ مربوط، چارشنبې سيمې په کيله ګي بازار کې د طالبانو له خوا بريد ترسره شوی چې  نوموړی او يو ساتونکی يې وژل شوي دي.

راپور زياتوي، نوموړي غوښتل چې کابل ته ولاړ شي خو په لاره کې د طالبانو له کمين سره مخ شو.

د سرچينې په وينا، غفور خان لوړی په دغه بريد کې سخت ټپي او وروسته يې روغتون ته پر لاره د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button