(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۲)
د امریکا د متحده ایالاتو پخواني دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي، که امريکا له افغانستان په ناڅاپي ډول ووځي دا ډير امکان لري چې دغه هيواد يو ځل بيا د طالبانو لاسته ورشي.
نوموړي تيره ورځ امريکايي سي بي سي نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې امريکا بايد افغانستان اوسنی حکومت ثابت کړی او بيا له افغانستانه خپل ځواکونه اوباسي.
رابرټ ګېټس له ۲۰۰۶م کال راهيسې تر ۲۰۱۱م کال پورې د امریکا دفاع وزير پاتې شوی.
نوموړي له خپلې دندې وروسته يو کتاب ليکلی چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو لپاره دوهم ويتنام نومولی او په افغانستان کې روانه جګړه يې یوه بې ګټې او بې دليله جګړه نومولې ده.
امريکا په وروستيو کې افغان دولت او پوځ ته ټاکلې بودیجه کې کموالی راوستی او تيره ورځ د امریکايي حکومت ځينو سرچينو اعلان وکړ چې افغان پوځ ته ورکول کيدونکې څه باندې شپږ ميليونه ډالره پيسې امریکا افغان پوځ ته نه ورکوي او له مکسيکو سره پر ديوال جوړولو يې مصرفوي.
له بله پلوه له تيرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو او امريکا تر منځ له افغانستانه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو د وتلو، افغان خاورې څخه د ډاډ حاصلولو په اړه مذاکرات روان دي چې تر دې دمه شپږ ځلې ناستې شوي دي.
دواړه لوري وايي، چې خبرو اترو کې يې پرمختګ شوی ځينې هوکړې شوي خو تر اوسه لاسليک شوي دي.


















