سهيل شاهين: امريکا سره اووم پړاو خبرې نږدې ورځو کې پيلېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۴)
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي چې د امريکا سره د مذاکراتو اووم پړاو به په نږدې څو ورځو کې پيل شي.
د ښاغلي شاهين په وينا، تر اوسه د راتلونکې ناستې په اړه معلومه نيټه نه ده ټاکل شوې خو په نږدې ورځو کې يې د ترسره کيدو امکان شته.
له بله پلوه له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې د ځينو سرچينو له قوله خبر ورکړی چې د طالبانو او امريکا اووم پړاو خبرې به په راتلونکو دوو اوونيو کې د امریکا څخه د زلمي خليلزاد له راګرځيدو وروسته پيل شي.
طالبانو او امریکا تر دې وړاندې اووه ځلې د افغانستان جګړې د ختمولو، د بهرنيو ځواکونو د وتلو، او دا چې افغان خاوره به د نورو هيوادونو پرضد نه کارول کيږي خبرې کړي.
باوري سرچينې وايي، امريکا په دغه خبرو کې د خپلو عسکرو وتلو ته تياره شوې او په وروستيو خبرو کې په ځينو مادو هوکړه شوې خو تر اوسه لاسليک شوې نه ده.



