پنټاګون امریکايي سناتورانو ته:  افغانستان ته خپل سفرونه کم کړئ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۴)

د امریکا دفاع وزارت “پنټاګون” د متحده ايالاتو سناتورانو ته ويلي چې افغانستان ته خپل سفرونه کم کړي.

د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاتریک شاناهان وايي، د افغانستان امنيتي وضعيت خراب دی او له امریکايي سناتورانو يې غوښتي څو د امريکا د اقتصادي مسائلو لپاره دغه هيواد ته تګ راتګ کې کموالی راولي.

امريکايي رسنۍ بيا وايي، دفاع وزارت ځکه سناتوران منعه کړي چې د افغانستان له اصلي وضعيت يې ناخبره ساتي.

له بله پلوه سناتوران وايي، افغانستان ته به خپل سفرونه کم نه کړي او د دفاع وزارت دغه غوښتنه يې غندلې وايي دوی به په خپلو سفرونو کې زياتوالی راولي او د امريکا د اږدې جګړې، د سولې پروسې او نورو مسائلو څارنه به کوي.

په یو بل خبر کې ويل شوي چې ديارلسو نړيوالو بنسټونو او ادارو له پنټاګون غوښتي چې د افغان جګړې په اړه د معلوماتو پر ورکړه دې لګول شوي بنديزونه ليرې کړي.

په وروستيو کې د امریکا دفاع وزارت پريکړه وکړه چې د افغانستان جګړې په اړه به رسنیو سره معلومات نه شريکوي چې د امریکايي وګړو او نړيوالو سازمانونو غبرګونونه يې د ځآن سره لرل.

نړيوالو بنسټونو وايي، د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده او خونړۍ شوه او په اړه معلومات ورکول د ټولې نړۍ لپاره مهم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې طالبانو او امريکايانو د افغانستان جګړې د ختمولو پر سر  شپر ځلې خبرې کړي دي.

دواړه خواوې وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی او ځينې راپورونه وايي چې امريکايان دې ته تيار شوي څو له شپږو مياشتو تر يوه کال په موده خپل ټول عسکر له افغانستانه اوباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button