کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۴،غوایي، ۱۳۹۸)
تیره شپه د میدان وردګو ولایت په شیخ اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پوستې د طالبانو تر برید لاندې راغلي دي.
ویل کیږي چې په یادو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.
که څه هم افغان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد ویلي چې برید د دوی ملګرو کړی او امنیتي ځواکونو ته یې پراخ تلفات وراړولي.
مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د شیخ اباد د دوراهي په سیمه کې یې۳ امنیتي پوستې نیولي او ۱۲ تنه عسکر وژل شوي دي.
ده همدا راز ویلي چې پوستو ته راتلونکې کومکي سرتیري هم تر برید لاندې راغلي او ۲ ټانګونه یې ویجاړ شوي دي.
مجاهد د خپل یو تن د وژل کیدو خبره هم کړې ده.
میدان وردګ هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبانو پکې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې د روژې له پیلیدو سره سم دا څووم برید دی چې دوی یې په امنیتي ځواکونو ترسره کوي.
په همدې شپه بیا د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۷ تنه د مدرسې زده کوونکي حافظان او ۲ خادمان وژل شوي خو حکومت بیا ادعا کوي چې دوی طالبان وژلي دي.
















