طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو ازادي تر سوال لاندې راوستې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر “عجیبه د بیان ازادۍ او د رسنیو بې طرفي نه ده!!؟” تر عنوان لاندې ټویټ کړی دی

نوموړي ویلي چې رسنۍ د دروغو خبر ډیر په شد او مد سره خپروي خو په وینا یې چې د دوی له لوري ورکړل شوی راپور سره له ټولو موادو هېڅ نه نشروي

د مجاهد په خبره چې د دوی په سیمه کې که په دروغو یو کس د استخباراتو د مسؤل په توګه ونیول شي نو رسنۍ یې داسې نشروي لکه خیبر یې چې فتح کړی وي

“‏د اسلامي امارت په سیمو کې یوکس په دروغو سره د عشر او زکات یا استخباراتو د مسئول په نوم ونومول شي، بیا يې دنیولو ادعا وشي.

ټولې رسنۍ يې په دومره شد او مد نشر کړي چې ته به وايي خیبر يې فتح کړی.”

مجاهد د تیرې ورځې یوه خبر ته چې د نوموړي په ټویټر خپور شوی وو اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې سره اسنادو د رسنیو په واک کې ورکړل شوې خو لا هم هېڅ نه دي پرې نشر شوي

د مجاهد په ټکو”‏خو د اسلامي امارت مجاهدینو پرون په غور ولایت کې د چارسدې په نامه بسته ولسوالۍ نیولې، خبر، جزئيات او اسناد يې هم رسنیوته په واک کې ورکړي، خو تر اوسه يې هيڅ رسنۍ هم د نشر زحمت نه دی ایستلی.

ته وایی بې طرفۍ همداسې وي؟”

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د رسنیو بې طرفي هر وخت تر سوال لاندې راغلې او ټولې رسنۍ د حکومت په پلوۍ تورنې شوي دي

ځینو رسنیو خو په طالبانو پسې ناوړه تبلیغات هم کول چې بیا د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول او په خپل نظامي اهدافو کې یې شامل کړل

طالبان هر ځل وایي چې دوی د رسنیو ازادي ته احترام لري خو بار بار یې له رسنیو غوښتنه کړې چې دوی هم خپل مسؤلیت په سوه توګه سره ادا کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button