کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمزخبرورکړی چې سپینه ماڼۍ په داسې پلان کار کوي ترڅو په امریکایي ځواکونو د ایران له لورې د برید په غبرګون او یا د ایران د اټومي پروګرام د چټکتیا په صورت کې وکولی شي یو لک او شل زره پوځیان منځني ختیځ ته واستوي.
د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاټریک شانهان خپل دا پلان تېره اوونۍ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو غونډې ته د بحث لپاره وړاندې کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي دا پلان بیلابیل امکانات لري او ښایي عملي کول یې میاشتې وخت ونیسي. سرچینه وایي په دې پلان کې د ایران د ځمکني اشغال انتخاب نه دی شامل شوی. سپینې ماڼې تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
دا پلان وروسته ترهغې عملي کېږي چې دایران اوامریکا کړکېچ اوج ته ورسېد، او امریکا یوشمېر جنګي الوتکې اوپرمختللې وسلې په ایران دفشار لپاره منځني ختیځ کې ځای پرځای کړې.
خو ایران وايي، امریکا کې داجرئت نه ویني چې په ایران دې برید وکړي.
له دې سره همهاله یوشمېر رسنیو دایران له لوري په امریکا دبرید لپاره دتیاري راپورونه هم خپاره کړي.
















