کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
امریکا یوځل بیا ایران ته ګوتڅنډنه کړې، اودنظامي اقدام په صورت کې یې ایران ته دستر زیان اړولو ګواښ کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د ایران د هر ډول احتمالي اقدام پر وړاندې تیاری لري، خو که ایران پر امریکا برید وکړي ستره غلطي به وکړي، چې زیان به یې ایران ته وي.
هغه ویلي ایران به په یوه وړه تېروتنه ستر زیان وویني. په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. امریکا خپلې سترې نظامي بېړۍ او جنګي الوتکې د ایران په شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای کړې دي. ایران بیا وايي چې د امریکا د هر ډول برید پر وړاندې ځواب ته تیار دي.
نن عرب نیوز دبعضو سرچینوپه حواله خبر ورکړی چې دایران ولسمشر خپل نظامي لوړ پوړو چارواکوسره پټه غونډه کړې چې نوموړي په امریکا دبرید کولو امرکړی، خوتراوسه لاهم ایران ددې خبر په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.
















