پلچرخي زندان کې پر بنديانو د وسله وال بريد په اړه د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۵)

پرون د کابل په پلچرخي زندان کې د بنديانو او پوليسو تر منځ شخړه رامنځته شوه چې په ترڅ کې پوليسو په بنديانو برید وکړ اولسګونه بنديانوته يې مرګ ژوبله واړوله.

طالبانو په یاد زندان کې د پوليسو له خوا پر بنديانو د وسله وال بريد غندنه کړې او دا يې له ټولو انساني او بين المللي اصولو خلاف عمل بللی دی.

پرون د کورنيو چارو وزارت تاييد کړه چې د پوليسو په ډزو څلور بنديان وژل شوي او د شل پوليسو په شمول ۳۳ کسان ټپيان دي.

خو د زندان څخه باوري سرچينې وايي، زندانيانو ته له هغې زياته مرګ ژوبله اوښتې چې کورنيو چارو وزارت يې اعلان کړی دی.

د طالب وياند ذبیح الله مجاهد له ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې له ټولو بشرپالو ادارو، حقوقي نهادونو او نړيوالو څخه غوښتنه شوې چې د پلچرخي پيښې په اړه ځانونه غلي نه کړي، ودې غندي، له حکومت څخه دې يې وضاحت وغواړي او د دغه ډول پيښو د مخنيوي په اړه دې عملي ګامونه واخلي.

اعلاميه کې راغلي، که یاد بنسټونه په دې اړه په عمومي توګه څه نه شي کولای نو بيا دې له طالبانو هم په ورته مواردو کې د مرستې تمه نه لري زياتوي ” اسلامي امارت د خپل اولس د مدافع او خواخوږي ځواک په حيث په دغه پيښه ژوره خواشیني ښيي، شهیدانوته د جنت او ټپيانوته د عاجلې شفا هیله کوي”.

طالبانو ژمنه کړې وايي، په مناسب وخت کې به د دغه ډول ظلمونو غچ واخلي.

په پلچرخي زندان کې تر دې مخکې هم د پوليسو له لوري په زندانيانو وسله وال بريدونه شوي چې بنديانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې خو دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمير کې زندانيان وژل کيږي او ټپيان کيږي.

د پلچرخي، بګرام، کندهار او د هيواد په ځينو نورو زندانونو کې تل بنديانو شکايتونه کړي چې د زندان د ساتونکو له خوا ورسره ناوړه او بشرضد کړنې ترسره کيږي، حقوق يې نه ورکول کيږي، د ناروغيو پر وخت يې علاج نه کيږي او ورته ډول نورې ډيرې ستونزې دي چې بنديان ورسره لاس او ګريوان دي.

بايد وويل شي، چې تر اوسه په پلچرخي زندان کې د پرونۍ پيښې په اړه چې لسګونه زندانيانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته نه ملګرو ملتونو، يوناما، د بشري حقونو بنسټونو، وکيلانو او هيڅ کومې ادارې غبرګون نه دي ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button