سي پي ال ته ۳۲ معرفي شوي افغان لوبغاړي وپيژنۍ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۶)
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ويسټ انډيز تجارتي سياليو (کارابين کرکټ لیګ) لپاره ۳۲ افغان لوبغاړي معرفي شوي دي.
تر دې مخکې د ويسټ انديز په يادو سياليو کې محمد نبي، راشد خان او قیس احمد لوبيدلي او دا ځل د ملي لوبډلې، نوولس کلنو لوبډلې او د کورني کرکټ ځوان لوبغاړي هم یادو سياليو بولۍ ته معرفي شوي دي.
د سي پي ال دغه تجارتي سياليو لپاره راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، افتاب علم، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، عثمان غني، امیرحمزه، جنت کرم، ظاهرخان، اکرام علي خیل، فضل حق، فطرت الله خاورې، مسعود نجات، عظمت الله عمرزی، دروېش رسولي، فرمان الله ساپی، وقار سلام خیل، شفیق الله شفق، نور علي ځدراڼ، شرف الدین اشرف، سید شیرزاد، عبدالوسع او غمی ځدراڼ معرفي شوي دي.
د سي پي ال ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، د کارابين کرکټ ليګ د لوبغاړو پيرلو (بولي) د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د مئ په ۲۲ ترسره کيږي چې د شل هيوادونو څخه ورته ۵۳۶ لوبغاړي ورپيژندل شوي دي.
د کارابین کرکټ لیګ په ۲۰۱۹میلادي کال دسمبر مياشت کې پیلیږي.



