پوټين وايي، روسيه اطفائيه نه ده چې هرې پيښې ته به ځان رسوي

پوټين وايي، روسيه اطفائيه نه ده چې هرې پيښې ته به ځان رسوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۶)
د روسيې ولسمشر ولاديميرپوټين د امريکا او ایران تر منځ راپورته شوې شخړې په اړه ويلي، روسيه اطفائيه نه ده چې هرې پيښې ته به د ژغورنې لپاره ځان رسوي.
نوموړي د امریکا په وروستيو اقداماتو انديښنه ښودلې او له امريکا يې غوښتي چې نړيوالو تړونونو ته پابند واوسي.
پوتين ويلي، ايران تل د خپلو اتومي کړنو په اړه معلومات ورکړي او په دې باره کې تر ټولو شفاف هيواد دی خو امريکا بيا هم ورسره اتومي تړون لغوه کړ.



