د زابل ولايت دعملياتي کنډک قومندان او نهه عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۶)
د راپورونو له مخې، د زابل ولايت د عملياتي کنډک قومندان قيس احمد د طالبانو په کمين کې وژل شوی دی.
د زابل امنيتي سرچينې وايي، نوموړي پرون غوښتل چې د سيوري ولسوالۍ ته د نورو ځواکونو کومک ته ورشي خو په لاره کې د طالبانو له کمين سره مخ او وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، د طابانو په دغه کمين کې له نوموړي قومندان سره نهه تنه نور عسکر وژل شوي او دوه تنه ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره شپه طالبانو د زابل په سيوري ولسوالۍ حمله کړې او د ولسوالۍ د مرکز تر څنګ يې ګڼې پوستې نيولي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سيوري ولسوالۍ په بريد کې درې رینجر، يو ټانګ ویجاړ شوي ګڼ عسکر وژل شوي زياتوي په کومکي عسکرو هم بريد شوی چې درې شوبلې يې ویجاړې شوي او ګڼ شمير عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه د زابل امنيې قومندانۍ مسؤولين او ولايتي چارواکي له خبرو کولو ډډه کوي.



