ټرمپ: خپلو پرېکړو ته ژمن یم، هیله من یم چې ایران به ژر خبرو ته مخه کړي

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۲۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا او ایران دوروستي کړکېچ پردوام امریکايي ولسمشر یوځل بیا له ایران سره دخبرو اترو هیله ښودلې.
ټرمپ وایي ډاډه دی چې ایران به له امریکا سره خبرو ته غاړه کېږدي. نوموړي د ایران په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي، دی خپلو پرېکړو ته ژمن دی او په دې هم ډاډه دی چې ایران به ډېر ژر له امریکا سره خبرو ته مخه کړي.
ټرمپ هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکي د پالیسیو په اړه یې په حکومت کې د ننه اختلافات موجود دي. په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
امریکا له ایران غواړي چې د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه له واشنګټن سره خبرو ته غاړه کېږدي. خو د ایراني حکومت مشران بیا وایي چې دوی له امریکا سره خبرې نه کوي، ځکه دغه هېواد له ایران سره نړیوال اټومي تړون مات کړی دی.
بلې خوا د روسیې ولسمشر بیا په دې قضیه کې دملامتۍ ګوته امریکا ته نیولې، پوتین په خپلو څرګندونو کې ویلي، ایران یوشفاف هېواد دی، همېش یې دخپلو اټومي وسلوپه اړه معلومات ورکړي، دوی دامریکا په اقداماتو اندیښنه لري.
خو امریکا لاهم د وروسي ولسمشر په څرګندونو کوم غبرګون ندی ښودلی.



