له ایرانه هره ورځ سلګونه افغان کډوال رااوړي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۶، غوایي، ۱۳۹۸)

د هرات د کډوالو چارو ریاست وایي چې په دې وروستیو کې هره ورځ له ایرانه د زرو شاخوا افغان کډوال خپل هیواد ته راستنیږي.

د دې ریاست د چارواکو په وینا چې د ایران او امریکا تر منځ له کړکیچ وروسته یوازې هرات ته تر ۷۰ زرو پورې کډوال راستانه شوي دي.

د هرات د کډوالو چارو رئیس جاوید ندیم له مرستندویه ادارو څخه غوښتي چې په دې ولایت کې باید خپل فعالیت چټک او پراخ کړي.

د ندیم په وینا چې په راستنو شویو کډوالو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په نشه یي توکو روږدي کسان هم شته چې له همدې امله بیړنیو مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.

ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وروسته له هغه ګړندی کړی چې د ایران او امریکا لانجه ورځ تر بلې زیاتیږي.

که څه هم افغان چارواکو له ایرانه غوښي وو چې د کډوالو مسئلې ته دې سیاسي رنګ نه ورکوي خو ایران بیا هم د کډوالو د ایستلو لړۍ ډیره چټکه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button