مشهورفوټبالر رونالډو؛ له فلسطیني بېوزلو سره دملیونونو ډالرومرسته اعلان کړه

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د نړۍ مشهور او نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له فلسطیني بیوزلو وګړو سره د یو نیم ملیون یورو چې ۱.۷۰ ملیونه ډالره کیږي، مرستې اعلان کړی.

د 9sportpro او سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې د پرتګال ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي رونالډو  چې په نړۍ کې له بیوزله وګړو سره په مرسته کې ځانګړی نوم لري،  یو وار بیا د فلسطیني بیوزلو سره د ۱.۵ ملیون یورو مرسته کړې.

نوموړي تر دې وړاندې په ۲۰۱۲م کال کې کله چې رونالډو د غوره لوبغاړي (د سرو زرو بوټ) جایزه وګټله، اعلان یې وکړ چې ددغه بوټ بیه چې ۱.۵ ملیونه یورو کیده یوه فلسطیني ناروغ ماشوم چې په غزه کې د تداوۍ لاندې و ورکړي.

دنوموتي فوټبالر رونالډو دغه اقدام دنړۍ د مسلمانانو له لوري خورا ستایل شوی، اونوموړی یې په اوسني عصر کې له بېوزلو ولسي وګړو سره دمرستې واحد بشر پال شخص بللی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button