دانش: دسرپرست حکومت وړاندیز دقانون ښکاره مخالفت دی

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

وروسته ترهغې چې یوشمېرسیاسي احزابو دجوزا ترلومړۍ نیټې وروسته دسرپرست حکومت غوښتنه وکړه، دولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په دې اړه توند غبرګون ښودلی.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي، د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په افغانستان کې د سرپرست حکومت جوړېدو وړاندیز د قانون ښکاره مخالفت دی.

 دا وړاندیز د ولسمشرۍ ریاست د نوماندانو شورا کړی دی. دانش په یوه تبصره کې ویلي، د دغه وړاندیز اصلي طراحان په بشپړ ډول پېژني او ادعا یې کړې، چې دا کسان تل د قانون او د حقوقي کړنلارو د منلو پر ځای د معاملې د موندلو په لټه کې دي.

 دانش ویلي، د دغې اعلامیې یو اصلي طراح ویلي چې د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ د ملي یووالي حکومت دی او باید دا حکومت له مخې لرې کړل شي.

 د نوموړي په وینا، دا خبرې دا ښيي چې دوی د هیواد د حقوقي او قانوني نظام پر ضد یوه نرمه کودتا په مغزو کې لري چې د دانش په خبره دا هغه لار ده، چې ترکستان ته تللې.

دا مخالفت وروسته ترهغه رامنخته شو چې ددې نوماندانو له غوښتنې سره سم سترې محمکې د موجوده کډ حکومت واک تمدید کړ، دعطانور په رهبرۍ یوشمېر نوماندانو غني ته ګواښونه هم کړي، که واک پرې نږدي؛ دنجیب په سرنوشت به اخته شي.

خونوماندانولاهم ددانش په وروستیو خبرو کوم غبرګون ندی ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button