پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

په رمضان کې تراویح او زموږ دامامانو او مقتدیانو له تراویحو سره چال چلند او ناندرۍ، شرعي وبال یې!!

محمود نشرونکی: محمود
مې 16, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
74
ځلې شریک شوی
921
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه: عبدالحمید راشد.

الله ج د مسلمانانو لپاره ځیني وختونه داسې ورپه ګوته کړي، چې په هغي کې دوي ته  د دوي دعبادت په وجه د دوي دتېر کال ګناهونه او راتلونکي کال ګناهونه ورمعافوي. او بندګانو ته یې دا پيغام په بار بار دخپل پیغمبر په واسطه ورکړی، چې دوي که دا عبادت په سمه توګه ادا کړي نو لرې نه ده چې دوی ته به بښنه وشي او له هغه سخته عذابه به وژغورل شي.

 الله ج دي وکړي چې موږ ته هم په داسې وختونو کې دعبادت توفیق او بیا راته بښنه وکړي. امین

نو کله چې دا وختونه ډیر مهم دي او رسول اکرم ص الله علیه وسلم راته په دې وختونو کې ډېرې لارښوونې کړي، نو پکار ده چې موږ هم دغه وختونو ته پوره پاملرنه وکړو. ترڅو د دغه ځانګړو وختونو ښه کامل حق ادا کړو او د رب د ثواب بښنې او جنت څښتنان شو، الله دې همداسې وکړي.

نو یو له هغه وختونو چې په کال کې زیات اهمیت لري او تل پکې په عباداتو باندی زیات ترکیز شوي. هغه د رمضان میاشت ده، او په دې میاشت کې ځینې هغه عبادتونه دي چې هغه په نورو وختونو کې په مسلمانانو باندي نشته چې هغه روژه او روژې کې قیام الیل نوافل او نور ځانګړي عبادتونه دي.

خو اوس غواړم د دي میاشتي په هغه عبادت یو څه ولیکم چې هغه د دې میاشتې په ټولو شپوو کې یې، د ورځې د روژې سربېره کوو!!

هو! هغه د تراویح لمونځ دی، چې درسول اکرم ص مؤکد سنت دی چې باید ټول مسلمانان یې الله ج ته په جماعت ادا کړي. چې له رسول اکرم ص څخه د دې د رکعتونو په اړه کوم مرفوع حدیث نه دی روایت شوی، او رسول اکرم ص  څو ځله د شپې له صحابو سره په جمعاعت  ادا کړي.

چې کله یې هم په دغه شپو کې درکعتونو معلوم تعداد نه قولا او نه فعلا په ګوته کړی،خو په دې شپوو کې یې چې کوم دغه قیام الیل ادا کړي کیفیت یې ډیر ښه وه! اوږدوالی یې څوک احساس کولای نشي! قرائت یې څوک توصیفولای نشي! چې ټوله  کې یې کیفیت یو نموني کیفیت وه.

او رسول اکرم ته دا قیام ډیر ښه ایسېده، او خوښ یې ګڼل چې تل یې وکړي، خو له دي کبله یې  څه وخت په جماعت پریښود چې پر امت یې فرض نشي او دا خبره یې په یوه حدیث کې واضع کړې هم ده.

خو چې کله د عمر رض خلافت شو او مسلمانانو دغه لمونځ کاوه نو بیا هم صحابه په مختلفو ډلو وویشل شول ځینو په تعداد کې یو طریقه د رسول الله ص غوره کړه او ځینو بله نو عمر رض الله عنه چې دا حالت ولید، نو صحابه یې راجمعه کړه او په شل رکعته تراویحو یې اجماع وکړه، چې شل رکعته به کوو نو په همدې وجه شل رکعته شروع شول او په همدې اجماع منعقده شوله.

لمړی د دې فضیلت ته لنډه اشاره کوو:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُرَغِّبُ فِى قِيَامِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَهُمْ فِيهِ بِعَزِيمَةٍ فَيَقُولُ: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. فَتُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم- وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ،ثُمَّ كَانَ الأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِى خِلاَفَةِ أَبِى بَكْرٍ وَصَدْرًا مِنْ خِلاَفَةِ عُمَرَ عَلَى ذَلِكَ). مسلم، بخاري.

ژباړه: له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته د روژې په مياشت کې د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته د قيام  یا تراويحو د لمانځه ترغيب ورکولو بې لدې چې  د فرضو په څېر سخت حکم ورته وکړي، بيا به يې فرمايل چې ، څوک د روژې په مياشت کې د شپې قيام  تراويح  په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي نو مخکني ګناهونه به يې ورته وبخښل شي ، بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات پورې همداسې بې له جَمعې څخه تراوېح کېدلې، د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کې هم همداسې وې، د عمر د خلافت په اول سر کې هم همداسې ( مسلم ، بخاري. ، ترمذي)

عن أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن  – أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه)

ژباړه : أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن روايت دي : چې  رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ  د رمضان د مياشتې يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغې روژې پر تاسې فرض کړي دي، نو څوک چې د رمضان روژی ونيسي او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځي لکه په کومه ورځ چې مور زېږولی وي.

نو دا و، د تراویحو فضیلت، نو اوس په دې شلو رکعتو باندې د اجماع دلائل راوړو.

نو دشلو رکعتونو پر اجماع  زموږ لپاره زیات دلائل شته چې په څو کرښو کې ورته اشاره کوو.

د خلفاء راشدین جاري شویو طریقو ته هم سنت وایي:

 پدې اړه حافظ ابن تیمیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث را اخلي چې د خلفاء راشدینو سنت هم سنت دي. دی لیکي: فلما کان عمر رضی الله عنه جمعهم علی امام واحد وهو ابی بن کعب الذی جمع الناس علیه بامر عمر بن الخطاب و عمر هو من خلفاء الراشدین حیث یقول صلی الله علیه وسلم علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ یعنې اضراس لانها اعظم فی القوة وهذا الذی فعله هو السنة .

امام شافعي رحمة الله علیه وایي: فاما قیام شهر رمضان احب الی عشرون لانه روی عن عمر رضی الله عنه. (کتاب الام، اول جلد، صفحه۱۴۵ )

امام ابوعیسی ترمذي رحمة الله علیه وایي: واکثر اهل العلم علی ما روی عن علی و عمر رضی الله عنهما وغیرهما من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم عشرین رکعة (جامع الترمذی، صفحه۹۹ )

شیخ الاسلام حافظ ابن تیمیه رحمة الله علیه هم په خپله فتاوی کې لیکي چې تراویح شل دي: ولما جمع عمر علی ابن ابی کعب کان یصلی بهم عشرین رکعة ثم یؤتر بثلاث.

شیخ الاسلام، محمد بن عبدالوهاب نجدي هم وایي تراویح شل دي: ان عمر رضی الله عنه جمع الناس علی ابی بن کعب یصلی بهم عشرین رکعة

دا هغه دلائل وه چې تراویح  شل رکعته دي نو اوس دېته راځو. چې کله دا شل رکعته شولی. نو ایا ځان به ترې خلاصوو!! او په سم ډول به یې نه ادا کوو او له نورو لمنځونو سره به ورته توپير ورکوو!!!

نو په همدې اړه لومړی هغه حدیث را اخلو چې ځینې علماء او عوام یې تل په دغه وخت کې زمزمه کوي او جرائت سره یې وایي! د هغه حدیث څه معنی؟.

د امام لپاره جایز دي چې د شرعي اصولو له مخې په قرائت او لمونځ کې تخفیف راولي او دلیل دا حدیث دی «مَنْ صَلَّى بِالنَّاسِ فَلْيُخَفِّفْ» متفق عليه. خو تخفيف دا معنی نلري لکه زموږ د ټولنې د ځینو امامانو او قاريانو تراويح چې دومره تيزې او په بيړه وي چې نه قرائت صحيح وي ، نه رکوع صحيح وي ، نه قومه ، نه جلسه او نه سجده، په رکوع او سجده کې په سکون سره درې ځله تسبیحات ويل سنت دي او د ټولو ارکانو په سکون او اطمینان ادا کول واجب دي .

د هغه کس په اړه چې ناسم لمونځ کوي او رکوع سجده قومه او جلسه یې په سمه توګه نه وي ادا کړي د هغه په اړه حضور صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي: «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغه کس درې ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې زه تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښیه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل: «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا». صحیح البخاري (۷۵۷)، صحیح المسلم (۳۹۷)).

ژباړه : کله چې د لمانځه لپاره چمتوالی نیسې نو پوره اودس وکړه، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه، وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ  شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول درېدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خوځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کښیناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې ترسره کوه.

نو درنو لوستنکوو!! دلته خو موږ دتخفیف څخه غلته استفاده کوو، او ارکان په سم ډول نه ادا کوو، بلکی تل کوشش کوو چې له دی قیام څخه ځان فارغ کړو، او ځان ترې په عجولانه توګه خلاص کړو. درنو ورنو رسول الله صلی فرمایې چې (صلوا کما رأیتموني اصلی) ایا دا لمونځ چې تراویح د نورو لمونځونو سره توپیر لري کله چې ورته من حیث لمونځ نظر وکړی. او ایا دا لمونځ چې تا پرې پیل وکړ ایا دا درباندي فرض نشو؟ ځکه چې(لزم النفل بالشروع) نو ولې دا فرض امر په غیر صحیح ډول ترسره کوی؟

او ایا دا لمونځ له الله تعالی سره خبري نه دي؟ نو ای وروره!! ته چې له معزز او دروند شخصیت چې دالله بنده دی. ته په دا ډول تیزۍ سره خبرې کوي، لکه ته چې دومره تېز تېز قرائت کوي او د قرائت صحیح حق نه ادا کوی.

او ایا ته کله هم له چا سره خبرې په غیر معین ځای کې قطع کوي! نو ولې دکلام الله ج رالیګلي مطالب په غیر معین ځای کې قطع کوی.

ای وروره!! ایا ته په کال کې ټولي شپي دغه شان قیام الله ته کوي! لکه په دا رمضان په متعددو شپو کې یې چې الله ج ته کوی. نو ای دالله بنده!! ولې دغه د سرو زرو په شان زرین چانسونه ته له لاسه ورکوي. او له دې ورځو ځینې کما حقه استفاده نه کوی.

ای مولوي صیب!! ای حافظ صیب!! او ای د الله دکتاب لوستونکیه!!

ته دا قران په څه ډول لولۍ ایا تاته درسول اکرم ص قول نه یادیږي چې وایې(رب قاری یقرأ لقران والقران یلعنه)

ډېر کله قاري قران لولي او قران پرې لعنت وايي، نو ایا ته له دغه لعنت څخه د وېرې احساس نه کوې.

او ایا ته له هغه قول دپیغمبر څخه ویره نه لری چې فرمایي کله چې بنی ادم لمونځ وکړي او دلمونځ حق ادا نه کړي نو دا لمونځ ملائکه په یوه خیرنه ټوټه کې تاووي او بیا یې د دې کوونکي پرمخ ورولي او دا لمونځ ته الله ج ژبه ورکوي او وایې (الله ج دې همداسې ذلیل او خوار کړه  لکه همدا زه دې چې ذلیل او خوار کړم )

نو ای مولوي صیب!! د دې رمضان په خاطر درځنې غوښتنه کوم چې دا غوښتنې او احادیث په نظر کې ولره او له دغه عبادت سره سم چلند خپل کړه

د قران په ایتونو کې تدبر او تفکر یې مهم اصل دی.

دا د تخیف غوښتنه په هرځای کې عوام وروڼه کوي نو که هغوي نه پوهیږي نو ته یې پوه کړه او د هغوی د خواهش د تابعداري څخه ډډه وکړه.او تراویحو څخه د ټیکټر ټرالي مه جوړوه چې نه پکې د چا پکول،خوله، پګړۍ،سرته ټینګېدلی شي او نه پکې د الله ایتونو کې تدبر او فکر کیدلای شي.

په دې ځان ښه پوه کړه چې د تراویحو په تعداد کې دعلماوو اوسلفو اختلاف و.خو په کیفیت او څرنګوالي کې د هیچا اختلاف نه و نو په سم ډول کول یې فرضي او لازمي امر دی او تعداد درکعتونو یې فرضي او لازمي امر نه دی.

په دې مورد کې دخپل خواهش او دخلکو د خواهش تابعداري مه کوه الله تعالی دې اول ماته او بیا تاسوته د نیک عمل او ښه قیام او تراویحو د کولو توفیق راکړي.

امین ثم امین .

د قبولي شوي روژې او قیام په هېله

لوی ټکي: په ايتونو کې تدبر او تفکرد تراوېحو فضيلتد خلفاء راشدينو طريقې
مخکینې مطلب

د مڼو دروغتیایي وړتیاوو په هکله د څیړنو پایلې

بل مطلب

نعت شريف

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com