(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۸)
زندانيان وايي، حقوق يې تر پښو لاندې شوي، د زندان د ساتونکو له خوا ورسره ناوړه چلند کيږي، د دوی د اړتيا وړ درمل ورته پر وخت نه ورکول کيږي او ډيری زندانيان دي چې د بند موده يې پوره شوې خو لا هم په زندان کې ساتل کيږي.
زندانيان وايي، تر هغې يې چې غوښتنې ونه منل شي اعتصاب به يې همداسې دوام ولري.
تر دې وړاندې هم په پلچرخي، کندهار او د هيواد په ځينو نورو زندانونو کې زندانيانو سره د مسؤولينو له خوا د ناوړه چلند خبرونه خپاره شوي او د هغوی له خوا اعتصابونه هم شوي خو تر اوسه نړيوالې بشري ادارې لکه څرنګه چې لازمه ده د بنديانو مشکلاتو ته رسيدګي نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د پلچرخي زندان ساتونکو پر زندانيانو وسله وال بريد وکړ چې له کبله يې لسګونه بنديان ووژل شو او ټپيان شول.


















