پيشلمي ته د پاڅولو عجيبه طريقه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۸)

په اندونيشيا کې د دغه هيواد هوايي ځواکونه په یوه عجيبه طريقه د خپل هيواد خلک د پيشلمي لپاره له خوبه راپاڅوي.

د دغه هيواد هوايي ځواکونه د پيشلمي پر مهال د لوړ اواز لرونکې جيټ الوتکې پورته کوي او خلک له خوبه پاڅوي.

د اندونیښیا هوايي چلند ادارې په يوه ټويټ پيغام کې ويلي، چې دا ځل به الوتکې د تربيتي پيلوټانو له خوا الوزول کيږي او  د پيشلمي پر وخت به د هيواد په لويو ښارونو پرازونه کوي.

د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د پيشلمي لپاره د خلکو د پاڅولو ډول ډول طريقې کارول کيږي چې په ځينو ځايونو کې په ډولونو، د لاسپیکر په اوزانو، د دروازو په ټکولو او يو بل ته په غږونو کولو خلک پيشلمي ته راپاڅيږي خو د الوتکو له لارې پيشلمي ته د خلکو د پاڅولو یوه دلچسپه طریقه ده.

پخوا به خلکو د چرګانو له اذانونو، د شپې په ټيمانو وهلو، یا د سپينږيرو په ويښ پاتې کيدلو پيشلمي ته بیدارېدل او یا به هم خلک د ستورو په څارولو پيشلمی کاوه او بنداوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button