(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۹)
د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د اسلامي امارت د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د اسلامي امارت د سياسي دفتر د وياند له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د المان خاص استازي مارکس پوتزيل او د اسلامي امارت د سياسي چارو مرستيال او د سياسي دفتر رئيس ملا برادر پرون په دوحه کې سره کتلي دي.
اعلاميه زياتوي، دواړو خواوو د افغانستان په روان وضعيت د هيواد د مسئلې په سوله ييز حل په بيلابيلو اړخونو او په دې برخه کې د المان د هڅو په باره کې هم خبرې کړي.
په لیدنه کې د المان ځانګړي استازي او ورسره مل هيئت ژمنه کړې چې هيواد به يې د سولې په برخه کې مثبت رول لوبوي زياتوي چې د اسلامي امارت له سياسي دفتر سره به خپلو اړيکو ساتلو ته دوام ورکوي.
په روانه مياشت کې دا دوهم ځل دی چې د المان استازی قطر ته د طالبانو د سياسي دفتر مشر ليدو ته ورځي.
د روانې غويي مياشتې په لومړيو کې هم د المان استازي په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملابرادر سره د افغانستان د وضعيت او سولې په اړه خبرې کړې وې.
له تيرو څو مياشتو راهيسې طالبان او امريکایان د قطر هيواد په مرکز دوحه کې د افغانستان جګړې په ختمولو، د امریکايي عسکرو د وتلو، او افغانستان د بل هيواد پرضد د نه کارولو پرسر خبرې روانې دي چې ورسره څنګ کې د سيمه ييزو، اروپايي هيوادونو او ټولنو استازو د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملابرادر سره د ملاقاتونو لړۍ روانه ده.


















