پر سعودي او اماراتو د ممکنه حملې په اړه بيړنۍ غونډې رابلل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۹)

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود پر سعودي او عربي متحده اماراتو د ممکنه حملې په اړه بيړنۍ غونډې رابللې دي.

پاچا د خليجي هيوادونو د همکارۍ شورا غړي او نورو عربي هيوادونو مشران دوو بيړنيو سرمشريزو ته وربللي څو د ممکنه حملو په اړه په يادو غونډو کې بحث او د سیمې د امنيت په اړه خبرې وشي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت هم تاييدوي وايي، دغه سرمشريزې به د روانې مئ مياشتې په دېرشمه نيټه په مکه مکرمه کې جوړې شي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت سرچينې وايي، د سرمشريزو جوړولو هدف دا دی چې د عربي ټولنو، د همکارۍ شورا غړو او عربي هيوادونو سره همغږي رامنځته او په سيمه کې امنيت ټينګ شي.

سعودي په داسې حال کې د بيړنيو سرمشريزو د جوړيدو بلنه ورکړې چې په خليجي سيمه کې د امريکا او ایران شخړه مخ پرزياتيدو ده او دغه راز یادې انديښنې وروسته له هغې ډيرې شوې چې عربي متحده اماراتو ته څيرمه پر سوداګريزو بيړيو بريدونه وشول ، څلور بيړۍ پکې ويجاړې شوې، دغه راز په سعودي کې د تيلو پر دوو زخيرو د بريدونو له کبله د یادو هيوادونو انديښنې لا زياتې شوي چې اوس دغه هيوادونه د ممکنه سترو حملو ويرې اخيستې دي.

تر اوسه اماراتو د یاد بريد د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي او همدارنګه سعودي عربستان ويلي و چې د اماراتو په اوبو کې ويجاړې شوې د تيلو دوه بيړۍ د دوی وې.

حوثي شيعه ګان چې په يمن کې د ايران په ملاتړ جګړه مخته وړي وخت ناوخت پر سعودي اهدافو بريدونه کوي او مسؤوليت يې هم په غاړه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button