سپوږمکی یا سټلایټ (Satellite)

رسول امین سلطاني

سپوږمکی یا سټلایټ له نامه سره خو ټول اشنا یو او هرومرو به مو دا په ذهن کی هم راغلی وی چی سټلایټ څه دی، څنګه کاریږی او څه ګټی لري راځو دلته یی څیړو.
آیا تاسی پوهیږی چی زمونږ اکثره ورځنی کارونه په یو نه یو ډول له سپوږمکی یا سټلایټ سره تړلی دی، د بیلګی په ډول که هغه د تلویزیون کتل وی، په موبایل کی د GPS کارول وي یا هم نورو ملکونو ته مونږ د ټلیفون له لیاري خبری کول وي نو دا ټول کارونه په یوه نه یوه سټلایټ پوري تړلی دي. سقراط به تل ویل چی انسان باید له ځمکی پورته ولاړ شی او هغه ځمکه وپیژنی په کوم کی چی ژوند کوي، د سقراط دا خبره تر 1729 کال پوري صرف یوه خوب او خیال په شان پاتی وه. خو د نیوټن قانون هر څه بدل کړل نوموړی د خپلی تجربي په اساس چی ویل یی که چیرته مونږه د غره په سر یو توپ په افقی ډول په پوره فشار سره وتوغوو نو توپ به وروسته له پورته کیدو او یو څه ځنډ وروسته بیرته د ځمکی د جاذبی قویی له امله په ځمکه راپریوځی خو که چیری توپ په ډير فشار سره یا په داسی ډول وتوغوو چی سرعت یی 40320 کیلومتره فی ساعت وی نو د ځمکی د جاذبی قوه به پری غالبه نه شی او د ځمکی له کشش نه به ووځی او د ځمکی په یوه مدار کی به تر ابده حرکت پيل کړی. نو هماغه وو چی روسیي د نیوټن قانون عملی کړ او لومړنی مصنوعي سپوږمکی یی د (Sputnik 1) په نامه په کال 1957 کی د اکتوبر میاشتی په 4 نیټه چی حجم یی د باسکټبال د میدان په اندازه وه تشیال ته واستوله چی خپل مدار ته په 98 دقیقو کی ورسیده.
د نوموړي سپوږمکی ماموریت د فضا د تودوخي درجی په اړه معلومات راټولول او ځمکی ته را استول ول. بیا نو د نورو هیوادونو سیالی هم پیل شوه چی تر 2500 مصنوعی سپوږمکیو پوری یی تشیال ته واستولی چی په دی کی د روسیی په ګډون امریکا، چین، فرانسی، جرمنی او نور هیوادونو سپوږمکیانی شاملی وی .
په سپوږمکی کی ډیر لوړ او مغلق سیستمونه وجود لري خو مونږه یی دلته څو ظاهری برخو ته اشاره کړیده . د سپوږمکی د فعال ساتلو لپاره انرژی ته ضرورت وی چی دا انرژي د پینلونو یا د سولر تختو نه بیټریو ته او بیا سپوږمکی ته ورکول کیږی چی په اوسط ډول د پینلونو اوږدوالی یی تر 30 مترو رسیږی او په مینځ کی د ډرم یا بیلر په شان ته ورته جسم چی Transponders ورته وایی وظیفه یی د سیګنالونو اخیستل او لیږدول دي ورسره په څنګ کښی ځینی Control Motors یا خوځیدونکی بیړی هم شتون لري چی د هغي په واسطه د سټلایټ تنظیمول د مدار تغیرول یا د سټلایټ زاویی ته تغیر ورکول یی مهمه دنده ده.
سپوږمکۍ په خپل مدار کی د ساتلو لپاره یو سیستم لري که چیرې سپوږمکۍ د ځمکي د جاذبې قوې یا د نورو عواملو له وجی له خپل مدار نه اووځي د نو په ځمکه کی د موجود اداري کسانو ته دغه معلومات د دغی سیستم له لیاري رسیږی چی بیا یی په سپوږمکۍ کې موجود هغو موټورونو ته په مناسب فشار ورکولو سره بیرته ځای ته راولی او تنظیموی یی. سپوږمکۍ د یوه راکټ په مرسته تشیال ته استول کیږي. په لومړيو کی راکټ تشیال ته په مستقیم ډول توغول کیږي او بیا وروسته ددې لپاره چی انرژي یی کمه مصرف شي د اتموسفیر له هغي برخې نه چی ډیره نرۍ وي د زاويی په تغیر ورکولو سره پورته فضا ته خیژول کیږي.
عموما مونږ سټلایټ د خبرو کولو لپاره ډیر استعمالوو، که مونږ وغواړو د نړی له یوی نقطی نه بلی نقطی ته خبری وکړو نو نه شو کولای چی د راډیویی څپو په واسطه وغږیږو ځکه راډیویی څپی مستقیما حرکت کوی نو د همدي لپاره له سټلایټ نه کار اخلو، اوس نو سټلایټ پاس په فضا کی شتون لری، مونږ له ځمکی سیګنال ور استوو سټلایټ سیګنال اخلي او استول شوی سیګنال بیرته دوهمی نقطی یا د ځمکی طرف ته انتقالوي

چی په همدي ډول زمونږه اړیکه له یوه مکان نه بل مکان ته ټینګیږی
تر اوسه پوري 173 طبیعی سپوږمکی پیژندل شوي چی د شمسی نظام چار چاپیره څرخی او تر 1100 څخه زیاتی مصنوعي سپوږمکی په فضا کی خپل ماموریت ته دوام ورکوي. نو سپوږمکی یا سټلایټ په لنډ ډول داسی تعریفولای شوی چی هر هغه کوچني څیز چی په فضا کی د یوه بل لوی څیز په شاوخوا وڅرخیږي د سپوږمکی یا سټلایټ په نامه یادیږی، سپوږمکی په مجموع کی په دوه ډوله دی: طبیعی سپوږمکی (Natural Satellite): لکه څنګه چی له نومه بریښی ټولي هاغه سپوږمکی یا سیاري چی د لمر شاوخوا څرخی طبیعی سپوږمکی بلل کیږی زمونږ ځمکه هم یوه سپوږمکی لري چی د سپوږمی یا (Moon) ده. او مصنوعي سپوږمکي (Artificial Satellite) : او مصنوعي سپوږمکی همدا د انسان په واسطه جوړی شوی او فضا ته لیږل شوی سټلایټ ته ویل کیږی .

ګرانه لوستونکیه! هیله ده چی پورته مطلب درته ګټور تمام شوي وي او د وخت ضایع مو نه وي ګرځیدلي.
په پښتني میني
رسول امین سلطانی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button