عراق: د امريکا سفارت ته نږدې توغنديز بريد او د ټرمپ خبرداری

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۳۰)

د عراق په پلازمينه بغداد کې د امريکا سفارت ته څيرمه په “ګرين زون” کې توغندي لګيدلي چې د یاد توغنديز بريد وروسته ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی دی.

دغه توغندي د امريکا سفارت په یو کيلو مترۍ کې چې تر ټولو امن سيمه بلل کيږي لګيدلي دي.

له یادو توغنديز بريد څو شيبې وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټ اکاونټ خبرداری ورکړ ایران دې هيڅکله امریکا ته ګواښ نه جوړوي او که د واشنګټن ګټې په خطر کې ولويدې، ایران جګړه وغواړي نو دا به د ایران د ویجاړۍ مانا ولري.

په وروستيو کې د امريکا او ايران اړيکې ترينګلي شوي چې له کبله يې امريکا د ممکنه جګړې د پيښېدو لپاره منځني ختيځ ته د جنګي الوتکو ليږدونکې کښتې، جنګي بيړۍ او دغه راز ۵۲ بم غورزونکې الوتکې استولي دي.

امريکا تيره اوونۍ په عراق کې د خپل سفارت اضافه کارکوونکي بيرته ستانه کړې او دغه راز په يوه تازه اقدام کې يې د خپلو نا اړینو کارکوونکو د ايستلو امر هم کړی چې په وينا يې دوی استخباراتي معلومات لري چې هلته د ایران له خوا امريکايي ځواکونه تر ممکنه ګواښ لاندې دي.

که څه هم تيره اوونۍ امریکايي او ايراني چارواکو د جګړې له پيښېدو ليرې خبرې کولې خو له تازه څرګندونو او کړنو ښکاري چې دواړه هيوادونه جګړې ته نږدې کيدونکي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button