(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۳۰)
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ پرون د يو ورځنيو سياليو لړۍ پيل شوه چې په لومړۍ لوبه کې اېرلېنډ د ۷۲ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
آیرلېنډ په خپله پاڼۍ افعانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لورې افتاب عالم او دولت ځدران درې- درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان لوبغاړو په توپوهنه کې ټول لوبغاړي په ۱۳۷ منډو وسوځېدل چې اصغر افغان ۲۹ او نبي ۲۷ منډې تر سره کړې او تر ټولو ښه وځلېدل. د آېرلېنډ له لورې اډېر څلور، رېنکن درې او مرټاګ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغه لړۍ دوهمه او وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې په ۲۱ مه بلفاسټ کې تر سره کيږي.

















