(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۳۰)
تيره شپه طالبانو د کابل ښار اړوند په اوومه حوزه کې د پوليسو پر پوسته برید کړی چې د طالبانو په وينا ياده پوسته يې د جګړې په ترڅ کې نيولې او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي، پرون ماښام اووه بجې وسله والو په دوغ اباد سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ زياتوي په پوسته کې شته پوليس يې ووژل او خپله په تيښته بريالي شوي دي.
عيني شاهدان وايي، وسله وال کسان په یوه کرولا ډوله موټر کې راغلل او پوستې ته داخل شول چې پر پوليسو يې ډزې وکړې او له سيمې بيرته ولاړل.
مسؤولين په پيښه کې پوليسو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه ورکوي خو امنیتي سرچينې وايي په دغه برید کې درې پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
له بله پلوه د برید مسؤوليت طالبانو منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپل رسمي ټويټر اکاونټ ويلي، طالبانو په ياده سيمه کې د پوليسو پر پوسته چاپه اچولې، چې په ترڅ کې يې پوسته نيول شوې، اته پوليس وژل شوي، وسلې او مهمات يې طالبانو ځان سره وړي دي.
مجاهد په ياده حمله کې د دوو وسله والو طالبانو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی.

















