حامد کرزی: دافغانانو په کورو شپنۍ چاپې ستر ظلم اوبشري جنایت دی

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۳۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هلمند په ګرشک او د میدان وردګو په نرخ ولسوالیو کې د شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو له امله پر ملکي تلفاتو خپله ژوره خواشیني او اندېښنه څرګنده کړې ده.

 د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، کرزی دغه غیر انساني عمل او بشري ضد جنایت په کلکو ټکو غندي.

سرچینه کاږي، حامد کرزی د افغانانو پر کلیو او کورونو نظامي عملیات د افغانستان له خلکو سره ستر ظلم بولي او یو ځل بیا له حکومت څخه غواړي چې د افغانانو خوندیتوب ته په کلکه پاملرنه وکړي او په هېواد کې د عام ولس پر وړاندې هر راز نظامي عملیات په هر عنوان چې وي ژر تر ژره بند کړي.

یاده دې وي چې دکرزي په موده کې هم ورته وحشتونه روان وو، خو نوموړي به هماغه وخت هم دمکر اوښکې او دغندنې شعار بدرګه کاوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button