ترکیه: یونان ته اوښتونکي غیر قانوني افغان کډوال نیول شوي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳۰غوایي، ۱۳۹۸)

د ترکي رسنیو د خبر له مخې چې امنیتي ځواکونو لسګونه غیر قانوني افغان کډوال نیولي دي.

دا کډوال چې یونان ته د تللو هڅه یې کوله د ترکیې د چناق ولایت په ایوه جک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

نیول شوي کسان چې ۳۴ تنه دي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

دغو کډوالو غوښتل تر څو د شمالي ایژي په سمندر کې د یوې پلاستیکي کښتۍ په مټ یونان ته واوړي چې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.

امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې کډوالو په لوی لاس مرګ ته ځان په لاس ورکاوه چې په وینا یې د دوی له لوري په وخت مداخله د دې سبب شوه چې د یوې فاجعې مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې په ترکیه کې ډیری وخت غیر قانوني افغان کډوال نیول کیږي او بیرته خپل هیواد ته راستنیږي.

د تیرې یوې میاشتې په اوږدو کې سلګونه غیر قانوني افغان کډوال د ترکیې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button