د ولسي وګړو د خوندیتوب ګروپ: حکومت دې نور د ملکي وګړو وژل بند کړي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۳۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

له ړندو بمباریو اوشپنیوچاپو وروسته یوځل بیا ملکي تلفات اوج ته رسېدلي چې دیوشمېر ادارو او وتلیو اشخاصو غبرګونونه یې راپارولي.

د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، حکومتي ځواکونو یو ځل بیا ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 د دغه ګروپ معلومات ښيي چې د ثور په ۲۹ په هلمند کې د دوو جلا جلا پېښو په ترڅ کې ۱۳ ملکی کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

 د یاد ګروپ د معلوماتو له مخې د هلمند د ګرېشک ولسوالۍ په سیدانو کلي کې د هوايي برید له امله ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، دويمه پېښه ماخستن مهال د غنمو پر تریشل کوونکو شوې ده چې ۸ کسان پکې وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

په ورته وخت کې تيره شپه د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په ترڅ کې د یوه بزګر په ګډون درې ملکی کسان وژل شوي دي.

 راپور وایي، تيره ورځ د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه انجینران هم وژلي دي. یاد ګروپ د جګړې پر ښکېلو غاړو ځانګړې توګه پر حکومت غږ کړی دی چې ملکي مرګ ژوبلې ته دپای ټکی کېږدي.

همدارنګه نن دپخواني ولسمشر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم د ورته بریدونه غندنه او دعاجلې درېدا غوښتنه شوې وه، خوحکومت دپخوا پشان دطالب مېشتو سیمو هروګړی طالب، او وژل یې خپل مسلم حق ګڼي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button