کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۳۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

هند دپخوا پشان یو ځل بیا پاکستان ته ګوتڅډنه او خبرداری ورکړی دی.

 د هند ددفاع وزارت لوړپوړي جنرال رنبیر سنګهـ ویلي دوی پر کنټرول لاین د پاکستان حرکات او فعالیتونه څاري.

 دی چې پرون کشمیر ته تللی و وایي، دا ځل که پاکستان د قانون او هوکړو خلاف حرکت ترسره کړي نو د هند له سخت غبرګون سره به مخ شي.

 هغه پر کنټرول لاین پرتو سرتېرو ته هم امر کړی چې د پاکستان حرکات او فعالیتونه دې څاري او د ستونزو په صورت کې یا له هوکړو د سرغړونې په صورت کې د پر پاکستاني سرتېرو بریدونه وکړي.

په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. دواړه لوري وخت ناوخت په لانجمن کشمیر کې د یو بل پر سرتېرو بریدونه هم کوي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې دې دواړو حریفو هېوادونه یوپربل دنظامي برید هڅه وکړه چې په نتیجه کې دپاکستان لخوا دهند دوه جنګي الوتکې رانسکورې، اویو پیلوټ ژوندی ونیول شو چې بیا وروسته داړیکو د رغېدا په پار هند ته وسپارل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button