کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۳۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
پخوانی امریکایي چارواکي دافغانستان جګړه دیو خطرناک حالت ته دننوتلو خبره کوي، او وايي، که امریکا رښتنې سوله نکوي؛
په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو وېره شته ده.
په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه پخواني چارواکي جیم بولیون فاکس نیوز ته په یوه لیکنه کې لیکلي، چې که د افغانستان د سولې خبرې ځنډول کېږي او یا په سمه توګه مخ ته نه وړل کېږي نو په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو وېره ډېرېږي.
هغه په بېړه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي امریکا ته په کار ده، چې له هر څه ځان ډاډه کړي او وروسته له طالبانو سره د سرتېرو د ایستلو پر سر هوکړې ته ورسېږي.
د بولیون په خبره طالبان باید تیار کړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او په دغه خبرو کې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري، نو ځکه د سرتېرو په ایستلو کې بېړې ته اړتیا نشته ده.
هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه د مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده، خو دغه مذاکرات باید خورا دقیق او په اغېزمنه توګه مخ ته یوړل شي.
خوطالبان بیا دخارجیانو وتل خپل اساسي شرط بولي، ګډحکومت سره بیا دمذاکراتو پالیسي نه ظاهروي.
بلې خوا ددې ډلې یو ویاند《ذبیح الله مجاهد》 یوه مرکه کې بیا داخلي مخالفینو سره په داخلي ابعادو دبحث خبره کړې، نه په خارجي.
دده په وینا، داخلي موضوعات باید داخلي، اوخارجي موضوعات باید خارجیانو سره مطرح شي.

















