حوثي یاغیانو په سعودي کې په یو مهم بنسټ د برید پلان درلود

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۳۱غوایي، ۱۳۹۸)

د سعودي د رسنیو د راپور له مخې چې حوثي یاغیانو پلان درلود ترڅو په سعودي کې یوه مهمه اډه د ډرون په واسطه تر برید لاندې راولي خو مخه یې نیول شوې ده.

د سعودي په مشرۍ د ائیتلاف ځواکونو عمومي ویاند ترکي المالکي رسنیو ته ویلي چې حوثي یاغیانو د باردو نه بار یوه ډرون الوتکه نجران ښار ته لیږلې وه ترڅو هلته یو مهم بنسټ چې د خلکو اړتیاوې ورپوره کوي، په نښه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې حوثي یاغیان په سعودي عربستان کې د برید هڅه کوي بلکې څو ځله مخکې یې هم بریدونه کړي ده.

تیره ورځ هم دوه بالستیک توغندي د یمن له خاورې څخه د سعودي پر لور توغول شوي وو چې د سعودي د دفاعي ځواک لخوا په هوا کې شنډ کړل شول.

ترکي المالکي ویلي چې د حوثي یاغیانو دا ډول کړنې به سیمه له ګواښ سره مخ کړي او د سیمې ثبات جدي اندېښنې پیښوي.

د یادونې وړ ده چې حوثي یاغیان د ایران په ملاتړ حنګیږي او سعودي بیا د دوی په خلاف د یو پوځي ائیتلاف مشري کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button