ایران: چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۳۱غوایي، ۱۳۹۸)

د ایران له پلازمېنې څخه د هیواد شمالي برخې ته پر غزیدلې لار د چاونې له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د ایران رسنیو خبر ورکړی چې چاودنه په لویه لار د زنګولې د سیمې په البرز تونل کې رامنځته شوې ده.

د لومړنیو مالوماتو له مخې چې په پیښه کې ۳تنه وژل شوي وو او ۸ تنه نور ټپیان وو خو وروستي مالومات ښیي چې روغتون ته د وړل شويو ټپیانو له جملې نه ۳ تنه نور هم وژل شوي دي.

دا چاودنه چې د متان ګازو له امله رامنځته شوې، ډیری کسان پکې سوځیدلي هم دي.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه له رسنیو سره رسمي خبرې نه دي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button