غزني: طالبانو د خپلو ملګرو وژل کیدل رد کړل

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۳۱غوایي، ۱۳۹۸)

د غزني ولایت چارواکو ادعا کړې چې د دې ولایت په دهیک ولسوالۍ کې یې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۴۲ تنه طالبان وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل ټویټر د افغان حکومت دا ادعا په کلکو ټکو رد کړې او ویلي یې دي چې په سیمه کې ۴ تنه عام کلیوال وژل شوي دي.

د مجاهد په وینا چې امنیتي ځواکونو ۹ تنه کلیوال هم له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت اکثره وخت ورته ادعاوې کوي خو د سیمې خلک او طالبان هر وخت داسې ادعاوې ردوي او پروپاګند یې بولي.

په دې وروستیو د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې زیات وخت ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي خو حکومت یې د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم ګام نه دی اوچت کړی.

مجاهد دا ځل هم د افغان حکومت د دې ادعا په اړه ویلي چې دوی یوازې د عامو افغانانو په وړاندې عملیات کولای شي.

د مجاهد په ټکو: “‏مزدور دښمن هره ورځ په غزني کې دا ډول کاذب راپورونه خپروي، او د ملکي خلکو په ضد عملیات د مجاهدینو په وړاندې تلقي کوي چې حقیقت نه لري، دوی یواځې په بې دفاع خلکو بریدونه کولای شي بس.”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button