سولې شورا:  د قطر دفتر ته د بهرنيو دپلوماتانو تګ راتګ اندېښمن کړي یو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲)

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال عبدالخبير اوچقون وايي، په قطر کې د طالبانو د مشرانو سره د بهرنيو ديپلوماتانو ليدو کتو اندېښمن کړي یو.

اوچقون وايي، طالبان د بهرنيو هيوادونو له استازو سره ګوري زياتوي دغه لیدنې به د سولې پروسې سره مرسته ونه شي کولای.

د نوموړي په باور، له دغه ليدو کتو څخه د طالبانو د مشرانو موخه په مذاکراتو کې د لا ډيرو امتيازاتو اخيستل دي.

له تيرې ډيرې مودې راهیسې قطر ته د بهرنيو هيوادونو د استازو او لوړپوړو دپلوماتانو لړۍ ورماته شوې او هلته يې د اسلامي امارت د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره پرلپسې کتنې کړي چې لا هم ادامه لري.

په دغه دپلوماتانو کې چې په نږدې وخت کې يې له ملاعبدالغني برادر سره کتلي د (اروپايي اتحاديې استازی، د آلمان استازی، د اندونيزيا سفيره، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو مرستياله) او د يو شمير نورو هيوادونو استازو له نوموړي سره د افغانستان پر مسئلې خبرې کړي دي.

سياسي شنونکی او لیکوال واحید فقيري په دې اړه تبصره کړې وايي، ښايي بين المللي ټولنه دې نتیجې ته رسیدلې وي چې د امريکا او طالبانو مذاکرات به یوه مثبته نتیجه ورکوي زياتوي د (د طالبانو د قطر سفارت وشمه دفتر ته د دپلوماتانو دا رش په نړیواله سطح د طالبانو مشروعیت ور زیاتوي).

د ښاغلي فقيري په باور، د طالبانو سره د خارجي دپلوماتانو دا راز ملاقاتونه د ارګ لپاره  د خطر زنګ دی په خبره يې داسې ښکاري چې بین المللي ټولنه د غني – عبدالله د رژیم د جنازې لپاره ترتیبات نیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button