(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲)
د هرات د اوبه ولسوالۍ ولسوال رحم الدين سرورزی وايي، د يادې ولسوالۍ مربوط په (ده ګل- سرپل) سيمو کې د سيلابونو راوتلو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د سرورزي په وينا، په لومړيو کې شاوخوا لس کسان مړه شوي او یو شمير نور لادرکه و خو وروسته يې معلومات وشول چې په خپلو کورونو کې بند پاتې و.
نوموړی وايي، تر دې دمه د يادو سيلابونو له کبله ۴۷۰ واړه او غټ مالونه مړه شوي، ۸۰ کورونه ویجاړ شوي او سل جريبه د کرنې ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.
په عين حال کې د هرات د عامې روغتيا رئیس عبدالحکيم تمنا وايي، چې د هرات ولايت په پرونيو سيلابونو کې لس تنه مړه شوي زياتوي چې دغه کسان د ده ګل سيمه کې تلفات ور اوښتي خو په وينا يې ښايي د تلفاتو شمير تر دې هم زيات شي.
په افغانستان کې ډير کله د سيلابونو راوتو له کبله خلک ژوند له لاسه ورکوي چې د مدني ټولنو او بنسټونو په وينا ستر لامل يې زيانمنو شويو خلکو ته د حکومتي مسؤولو ادارو پر وخت نه رسيدګي ده.
















