(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲)
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځ مرکز او هوايي ډګر د طالبانو له خوا تر توغنديز بريد لاندې راغلی دی.
د پروان د پولیسو وياند عبدالواسع رحيمي وايي، دغه توغنديز بريد تيره شپه د نهه بجو په شاوخوا کې په بګرام هوايي ډګر ترسره شوی دی.
نوموړی زياتوي، پر بګرام تر توغنديو لګيدو وروسته بهرنيو ځواکونو د بګرام ولسوالۍ مربوط د قلندرخيلو سيمه تر هوايي بريدونو ونيوله.
نوموړي په دغه بريدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې او تر اوسه بهرنيو ځواکونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: (تیره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید شوی ، اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي).
وخت ناوخت په افغانستان کې د بګرام هوايي ډګر او د بهرنيانو نور پوځي مرکزونه د طالبانو تر توغنديزو بريدونو لاندې راځي چې هغوی ته پکې مالي او ځآني تلفات اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ رسنيو سره نه شريکوي.
















