کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې طالبانوخپل پسرلني عملیات اعلان کړل، دهېواد په لر اوبر کې جګړو خونړی شکل غوره کړ.
راپورونه کاږي چې هلمند کې له څو ورځو راپدېخوا دطالبانو له لوري په دولتي ځواکونو نظامي بریدونو خورا شدت موندلی.
د هلمند اوسېدونکي وایي د هلمند د مرکز لښکرګا په ګډون د نادعلي، ناوې او ګرشک په ولسوالیو کې یو ځل بیا د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.
ددوی په خبره وسله وال طالبانو پر هغه سیمو او امنیتي پوستو بریدونه کوي چې افغان ځواکونه پکې مېشت دي.
د هلمند قومي مشران او ځینې مدني فعالان بیا وایي چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې ستونزو او کمزوري مدیریت د هلمند نسبي امنیت ته بېرته ګواښونه جوړ کړي دي.
د هلمند امنیتي چارواکي هم مني چې په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي خو په خبره یې دوی د تهدیدونو د کنټرول لپاره تیاری لري.
نږدې څلور ورځې وړاندې طالبانو دکابل په زړه کې دوه دولتي پوستې هدف وګرځولې، عسکریې ووژل، وسلې یې ترې ونیولې اوپوستې یې وسوځولې.
دې خبر ددولتي ځواکونه ترمنځ ستر ډار رامنځته کړ، اوطالبانو دېته ورته دنورو حملو خبرداری هم ورکړ.
















