کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
رویټرز خبري اژانس هغه ګنګوسې ردکړې چې ګویا امریکا دم ګړۍ منځني ختیځ ته دخپلو سرتېرو د لېږد پرېکړه کړې، خو په آینده کې یې دا احتمال رد کړی هم ندی.
د امریکايي سرچینو په حواله روېټرز لیکلي، د امریکا ددفاع وزارت پر هغه غوښتنه غور کوي چې له مخې یې باید منځني ختیځ ته پنځه زره سرتېري ولېږل شي.
سرچینې ویلي تر اوسه ددغه سرتېرو لېږل تایید شوي نه دي خو ښایي پنټاګون یې د لېږلو پرېکړه وکړي. ددغه سرتېرو د لېږلو موخه په سیمه کې له ایران سره د را ولاړو شوو کشمکشونو او احتمالي خطر لپاره د تیاري لرل ښودل شوي دي.
تر دې وړاندې هم امریکایي رسنیو ویلي وو، چې ښايي ټرمپ منځني ختيځ ته د ایران د کنټرول په موخه تر سلو زرو ډېر سرتېري واستوي.
ټرمپ بیا ویلي وو، چې داسې کومه پرېکړه یې نه ده کړې، خو که اړتیا پېښه شي تر دې به ډېر سرتېري د ایران د کابو کولو لپاره لېږي.
ایران بیا ورته راپورونه خندونکي بللي، او له خپلوملي ګټوڅخه یې دکلکې دفاع خبر داری ورکړی.
ایران ویلي، امریکا داتوان نلري چې په ایران دې برید وکړي.
















