که امريکا په افغانستان کې ماته وخوري؟؟؟

غورځنګ
دا چې امريکا له نن نه تقريباً اتلس کاله خوا او شا وړاندې پر افغانستان باندې خپل بې رحمانه يرغل تر سره کړ او د افغانانو د وينو تويولو هوډ يې وکړ او د دې لپاره يې د نړۍ زیات نور کفري او وحشي هېوادونه هم له ځان سره راوستل، خو اوس يې دا دی د الله ج په فضل زور او ځواک مات دی او نور نو د تېښتې لار لټوي او غواړي چې خپل نړيوال معيار له لاسه ورنه کړي او ځانته د خټو پوزه جوړه کړي. نو د دې لپاره اوس طالبانو ته د سولې لپاره عذر او زارۍ کوي.
دلته موږ غواړي چې د امریکا له وتلو وروسته چې څه پېښېږي هغو حالاتو ته يو ځغلنده نظر وکړو.
ځينې امريکا پلوي خلک په دې باور دي چې که امریکا له افغانستان څخه ووځي نو سيمه به تر دې هم لا نا امنه شي او افغانستان او سیمه به تر لا د زياتو بدو پېښو شاهده واوسي.
خو بايد ووايو چې اصلاً دلته نا امني راوړې چا ده؟ ايا تر دغې اوسنۍ نا امنۍ به هم زیاته نا امني رامنځته شي؟ نه هېڅکله هم نه، بلکې د امريکا له وتلو څخه وروسته به افغانان د ارام او هوساينې ساه واخلي، سیمه له هر ډول خطرونو وژغورل شي. افغانان به په يوه ټغر راټول شي او خپل ټول مشکلات به په خپلو منځونو کې سره حل کړي. داسې به شي چې هر څوک به محسوسوي چې له کوهي څخه مرداره وتلې ده او اوس د هر څه خوند ښه شوی دی. نو د امریکا تر وتلو وروسته به ان شاء الله هېڅکله هم نا امني رامنځته نشي. بلکې د امریکا په موجودګۍ کې به نا امني تر دې هم زیاتېږي.
کله نا کله دا خبره هم کېږي چې د امريکا له وتلو وروسته شايد د افغانستان اقتصاد کمزوری شي او خلک به له قحط سره مخ شي، خو دا خبره ځکه بې منطقه او بې دليله ده، چې د امنيت په موجوديت کې هر څوک خپل کار او روزګار ته وزګارېدلی شي،
او افغانان بيا همت کش او همت ناک خلک دي نو ځکه خو چې کله امنيت قائم شي نو خپل همت او د رزق او نفقې ګټلو ته به دوام ورکړي، همداشان اوس چې د امريکا پر مټ کوم اقتصاد جوړ دی او کوم ډالر او پيسې چې له امریکا څخه افغانستان ته راځي، کله نو عام افغانان ترې مستفيد شوي دي؟؟ خو چې له امريکا څخه راشي نو بېرته د څو مخصوصو امريکايي غلامانو له لوري بېرته له افغانستان څخه وځي او په خارجي ملکونو کې مزې او چړچې پرې تر سره کېږي.
نو په داسې حال کې به د امريکا تر وتلو وروسته د افغانستان پر اقتصاد باندې څه اغېز ولوېږي؟
عام افغانان خو اوس هم د امريکا ډالر نه استعمالوي بلکې د خپل لاس پر مزدورۍ خپله ګوزاره کوي.
ځينې بيا دا ګومان کوي چې که امريکا له افغانستان څخه پښې سپکې کړي نو په سیمه کې به ګډوډي پېښه شي، خو دوی بيا داسې فکر نه کوي چې د امريکا حضور د ګډوډۍ عامل دی، نو ځکه خو بايد ووځي، که د حق په سترګو اوسني حالات وڅارو او په افغانستان کې اوسني بدمعاشان، لنډه غر، داعشيان او نورې ډلې وګورو نو خپله به ځواب ومومو چې دا ډلې چا رامنځته کړي دي؟ او د چا لخوا تمويلېږي؟ دې ډلو ته پلانونه او طرحې څوک ورکوي؟
د امريکا له وتلو سره سم به افغانان له پورته يادو شويو ډلو هم خلاص شي او د ارام ساه به واخلي.
د امريکا ماته به امريکا ته لاندې زيانونه پېښ کړي:
دا چې د افغانستان جګړه د امريکا په تاریخ کې اوږده، ناکامه، بې هدفه او ورانوونکې جګړه ده نو ځکه خو اوس امريکايان هم وار خطا دي چې څه وکړي؟ او په کومه ولاړ شي؟
۱ـ دا چې امريکايانو له راتګ سره سم فکر کولو چې ګواکې دلته په افغانستان کې به کامياب شي او خپلو موخو ته به ورسېږي خو اوس نه يوازې دا چې له خپلو موخو تېر دي بلکې د وتلو لار لټوي، او د افغانستان تېر تاريخ ته په کتو سره بايد ووايو چې دلته چې کوم يرغلګر راشي نو هېڅکه بېرته داسې نه دي تللي چې يوازې زمونږ له خاورې مات شوي او تښتېدلي دي بلکې نړيوال غرور او حيثيت يې هم صفر شوی دی او لا تر اوسه هم سر نشي اوچتولی. او نه هم خپل حالت ته راتلی شي. نو ځکه خو الله ج امریکا هم دغه وخت ته ورټېل وهي او د افغانانو په لاسونو باندې يې نړيوال غرور خاورې کوي.
۲ـ کله چې په افغانستان باندې روسانو حمله وکړه او بيا مات شول نو د روسانو ټولو مستعمراتو ورڅخه ازادي وغوښتله او په دې توګه يې امپراطوري دړې وړې شوه، ځکه نو امريکا له همدې ډول برخليکه وېرېږي، خو بايد ډاډه اوسو چې امريکا له همدې ډول برخليک سره مخ ده اوس غواړي چې په داسې حال کې ووځي چې نړيوال حيثيت ته يې تاوان ونه رسېږي، مګر اوس اوبه له ورخه تېرې دي.
۳ــ پخوانيو انګرېزانو به چې کله هر ځل په افغانستان باندې حمله وکړه او افغانانو به ورته ماتې ورکړله نو د برتانيې په داخل کې به هم له دغې ماتې سره سم ګډوډي رامنځته شوه او د چارواکو تر منځ به ګډوډي پېښېدله. نو ځکه خو امریکا هم اوس د داخلي ګډوډيو په لور روانه ده او غواړي چې له افغانستانه ځان په څه چل وباسي.
۴ــ د امریکا لپاره تر ټولو لوی زيان دا دی چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېږي، چې دا امریکايانو ته هېڅکله هم د منلو وړ خبره نه وه خو اوس مجبور دي چې وې مني. ځکه چې حالات د طالبانو د واکمنۍ د راتلو خبر ورکوي.
۵ــ امريکايانو ته تاریخي شرم دا دی چې د يوه کمزوري او د دوی په نسبت د خالي لاس ملت له لوري له ماتې سره مخ دي او نړيوال غرور يې هم د داسې خلکو له لوري ماتېږي چې دوی به ګومان هم نه کاوه.
بايد ووايو چې د امريکا غرور له خاورو سره خاورې شوی او اوس په هر صورت غواړي چې له افغانستان ووځي خو دلته خپلمنځي جنګونه پرېږدي تر څو افغانان ورڅخه وکړېږي. خو دا چې طالبان ورځ تر بلې د قوي کېدو په حال کې دي او د صف په واحد ساتلو کې نړيوال نوم لري، نو حالات به خرابېدو ته پرې نه ږدي.



