د ولسمشر غني تېرې دورې ته کوم نوم ورکولی شو؟؟

خاکسار

دا چې د ولسمشر غني تېره پينځه کلنه دوره د افغانانو لپاره د یوې تورې دورې حيثيت لري او افغانان پکې تر بل هر وخته ډېر وځورېدل. کورونه پکې بمبارد شول، ماشومان، ښځې، سپين ږيري، علماء کرام، کورونه، مسجدونه، نور مقدسات، ښوونځي، کلينيکونه، بې پولې او بې سرحده ډاکټران او نور هر څوک پکې پوره زيانمن شول. يعنې ولسشمر غني په خپله تېره واکمنۍ کې وښودله چې د ده جنګ يوازې او يوازې له افغان ولس سره دی. او دغه جنګ يې هر اړخيز دی، يعنې په جنګ کې که څه هم بايد يوازې اشخاص يا هم دښمنان ووژل شي، او نورو اړخونو ته زیان ونه رسېږي خو ولسمشر غني بیا د جنګ هېڅ ډول قوانينو ته ژمن نه وو. بلکې د خپل واک دوام يې غوښته که په هر ډول وای.

نو راځو دې ته چې له دا ډول ګډو وډو حالاتو سره سره د ولسمشر غني د تېرې واکمنۍ دورې ته کوم نوم ورکولی شو؟؟

دا چې ځينې څېړونکي د ولسمشر غني تېرې دورې ته د جمهوري رياست دوره وايي او دغه څېړونکي او شنونکي بلکې د ولسمشر غني پلويان او حتی خپله ولسمشر غني به هم په خپلو ويناوو کې وخت پر وخت ويل چې ګواکې د افغانستان په تاریخ کې يوازېنی واکمن دی چې د انتخاباتو له لارې واک ته رسيږي او نور ټول واکمنان د زور او ورور وژنې له لارې واک ته رسېدلي دي.

خو دغو خلکو ته بايد معلومه وي چې په جمهوري نظام کې جمهور رئيس بايد د  انتخاباتو له لارې وټاکل شي. نه دا چې د بل چا لخوا وټاکل شي او که بيا چېرته په ولسمشريزو ټاکنو کې جنجال پېښ شي نو بايد په هېواد کې دننه داسې شورا جوړه شي چې دغه جنجال حل کړای شي.

خو د ولسمشر غني د دورې په پيل کې چې د ټاکنو پر سر جنجال پېښ شو نو نېغ په نېغه جانکيري په کې مداخله وکړه او حکومت يې پر دوو برخو ووېشه، همداشان د جمهور رئيس د واکمنۍ دوره بايد له ټاکلې مودې وروسته پای ته ورسېږي او ولسمشر بايد په خپله رضا بل منتخب ولسمشر ته واک پرېږدي خو ولسمشر غني لا تر اوسه پورې چې د واک موده یې بلکل ختمه ده، هم د واک پر ګدۍ ناست دی. نو دې ډول واکمنۍ ته په کوم دليل د جمهوري واکمنۍ نوم ورکولی شو؟؟

د ولسمشر غني دوره که د سفاک د دورې يا د وينو  تويولو د دورې په نامه ياده شي نو ښه به وي، ځکه چې په دغه دوره کې پر افغان عام ولس باندې بې درېغه بمونه، و اورول شول، ان تر دې چې د بمونو د مور په نامه بم هم په افغان بې چاره ولس باندې وازمايل شو. دا هغه بم وو چې بايد د امریکا په دښتو او ميرو کې ازمايل شوی وای، خو له بده مرغه چې پر افغانستان باندې وازمايل شو.

همداشان د ولسمشر غني تېرې دورې ته که د ملوک الطوائفي دورې نوم ورکول شي هم ورسره ښايي. ځکه ملوک الطوائفي وايي هم دې ته چې هر ولايت يا هم هره سیمه ځانته ځانته بې بېل واکمن ولري او دغه واک بايد په هر څه کې خپلواک وي.

نو د ولسمشر غني دورې ته هم ځکه د د ملوک الطوائفي نوم ورکوو چې په دوره کې يې عطاء نور ځانته واکمني جوړه کړې وه، د شمال ټلوالې په خپلو سيمو کې د خپلې خوښې اعمال تر سره کول. جنرال رازق په کندهار کې ځانته زورواکي نظام چلولو او وخت پر وخت به يې لا ولسمشر ته اخطارونه هم ورکول، همداشان د جوزجان د والي پر سر هم جنجالونه وو، دغه رنګ دوستم او نورو جنګسالارانو پکې بېلې بېلې واکمنۍ جوړې کړې وې.

د ولسمشر غني دورې ته اسلام ضد دوره هم ويلی شو ځکه چې په دغه دوره کې د هېواد علماء کرام، تاریخي مدارس، مساجد او نور مقدس اماکن هر وخت تر بې رحمانه بريدونو لاندې نيول شوي دي. او مدرسې په زور تړل شوي دي، د کمانډويي عساکرو لخوا هر وخت قرانکريمونه تر پښو لاندې شوي دي، د تور سرو بې عزتۍ شوي دي، د نورو مقدساتو توهينونه شوي دي او داسې نور اسلام ضد کارونه هم د ولسمشر په دوره کې تر سره شوي دي نو ځکه يې دوره د اسلام ضد دوره نومولی شو.

د ولسمشر دوره د وحشت، بربريت او ظلم دوره نوموو ځکه چې په دې دوره کې د هېواد په هر کونج او کنار کې بې ګناه عام وګړي په نښه شوي دي، د اجيرې اردو لخوا د طالب په نامه خلک نيول شوي دي او بيا په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت رسول شوي دي.

نو ځکه د ولسمشر غني دوره د ظلم او وحشت دوره بللی شو.

دا چې د ولسمشر غني دوره پر افغانانو باندې د تورو تاريکيو او وحشتونو، ظلمونو اونورو ناخوالو دوره وه نو ځکه مو په دې لیکنه کې مشت نمونه خروار يادونه وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button