سبا ته افغان ملي لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې سره سیالي لري

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۸)

افغان ملي لوبډله به سبا د جمعې په ورځ د پاکستان له ملي لوبډلې سره یوه ورځینۍ سیالي ترسره کړي.

دا سیالي چې تمریناتي بڼه لري د نړۍوال جام سیالیو نه مخکې ترسره کیږي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې ۳ یو ورځنۍ سیالۍ له پاکستان سره کړې او درې واړه پاکستان ګټلي دي.

افغان لوبډله به همدا رنګه د پاکستان له لوبډلې سره تر سیالۍ وروسته د انګلستان له لوبډلې سره هم یوه ورځنۍ سیالي ترسره کړي.

افغان لوبډله د ۲۰۱۹م نړۍوال جام د سیالیو لپاره انګلستان ته رسیدلې ده.

د نړۍوال جام سیالۍ د روانې میاشتې په ۳۰مه نیټه پیلیږي او افغانستان به د جون په لومړۍ نیټه له اسټرلیا سره لومړۍ لوبه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button