کندوز: د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۸)
د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
ولایتي چارواکو پیښه تائید کړې او زیاته کړې یې ده چې دا چاودنه د یوې زړې سرګلولې له امله د یتیم په کلي کې رامنځته سوې ده.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني رسنیو ته ویلي چې ماشومانو په دې سرګلوله لوبې کولې.
په چاودنه کې څلور ماشومان ټپیان شوي چې د روغتیا د مسؤلینو په وینا د یو ماشوم حالت د اندېښنې وړ دی.
د یادونې وړ ده چې څه وخت مخکې په غزني کې هم ورته پیښه رامنځته شوې وه او مرګ ژوبله یې رامنځته کړې وه.
که څه هم ولایتي چارواکو هغه چاودنه د طالبانو ماین وباله خو په سوشل میډیا کې یوې خپرې شوې ویډیو وښوده چې چاودنه د زړو مرمیو له کبله منځ ته راغلې وه.



