اجرائیه رئیس: دموجوده حکومت وخت پوره دی؛ نوماندانو سره تفاهم پکار دی

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۳۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دیوشمېر نوماندانو له جدي غبرګون او اخطار وروسته اجرائیه رئیس هم دحکومت په نامشروعیت اعتراف کړی.
د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم ویلي، د ملي یووالي حکومت د کار د دوام په اړه بحث ته اړتیا ده.
له اجراییه ریاسته په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، که څه هم ملي یووالی حکومت د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ رامنځته شوی دی خو دا هم ښکاره خبره ده چې د حکومت د کار د دوام په اړه اساسي قانون بشپړ صراحت لري.
سرچینه لیکي، پر خپل وخت د ټاکنو نه ترسره کېدو او د حکومت د کار دوام له یوې خوا د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې را ولاړې کړې دي او له بله اړخه یې د نوماندانو، سیاسي احزابو او رهبرانو تر منځ اختلافات رامنځته کړي دي ،چې دا کار د سیاسي ګډوډۍ لامل کېدلی شي.
د سرچینې په خبره د ثبات او همپالنې ټیم د ملي یووالي حکومت د کار دوام د بحث وړ بولي او په ځینې برخو کې د نورو نوماندانو له اندېښنو سره همغږی دی.
د اعلامیې په وروستۍ برخه کې راغلي، یاد ټیم له روان وضعیته د اندېښنې په څرګندولو سره له ټولو نوماندانو په جدیت سره غواړي چې خبرو اترو ته کېني او اجازه ورنه کړي چې د نظر اختلافات د هېواد پر سیاسي ثبات بدې اغيزې وکړي.
په دې وروستیوکې یوشمېر نوماندانو دحکومت مشروع موده ختمه بللې او دسرپرست حکومت د رامنځته کېدا غوښتنه یې کړې.
یوشمېر سرچینې خبر ورکوي چې پرون راهیسې دکابل ښار خاص قطعاتو په خپل واک کې اخیستی او داحتمالي ګډوډۍ دمخنیوي په پار یې لویې لارې بندې کړي، هرچاته دتګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.



