هلمندیان: امریکايانوپه تېرو دوو ونیو کې ۳۵ افغان دولتي ځواکونه، او ۱۸ملکیان وژلي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

هلمندیانو په ملکي تلفاتو ژوره خواشیني ښودلې او دعاجلې دریدا غوښتنه یې کړې.

د هلمند يو شمېر مدني فعالان او قومي مشران د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي او پر مخنيوي يې ټينګار کوي.

دوى د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي چې په تېرو دوو اونيو کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال ٣٥ امنيتي سرتېري او ١٨ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دې غونډه کې د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وويل چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه شوې ده.

 همدارنګه قومي مشر عتيق الله وويل، یوازې تېره اوونۍ په دغه ولايت کې ١٨ پوليس او ۹ ملکي وګړي د بهرنیو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې وژل شوي دي.

دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو ژوند ته باید جدي پاملرنه وکړي.

بلې خوا یوشمېر سرچینې خبر ورکوي چې تېره شپه دفراه په شیبکوه ولسوالۍ کې دبهرنیو ځواکونو لخوا یوه خیریه موسسه هدف ګرځېدلې چې ددې موسسې کارکونکي یې وژلي اوټپیان کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button