عالمان: حکومت دواک انحصار غواړي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
په داسې حال کې چې یوشمېر نوماندانو د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت د کار دوام له نیوکو سره مخ او غیر قانوني وباله، یوشمېر دیني عالمانو هم حکومت د واک پر انحصار تورن کړ.
د یني عالمانو چې په کابل کې د تلپاتې سولې څخه د ملاتړ په نوم غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت دې د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته او د سولې لپاره دې د افغانانو په هیلو د ناهیلۍ څادر نه غوړوي.
دیني عالمان وايي تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې د جنګ ښکېلې خواوې په ځانګړې توګه حکومتي مشران خپلو دریځونو کې بدلون راولي او د واک د انحصار لپاره دې سوله نه حاشیې ته کوي.
دیني عالمان وايي جنګ د حل لار نه ده او د سولې لپاره پر بین الافغاني خبرو ټینګار پکاردی.
دوی له حکومت څخه په جدي توګه د ړندو بمباریو شپنیو علمیاتو او د ګډو ځواکونو لخوا د خلکو پر کورونو د چاپو وهلو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځي د بندېدو غوښتنه وکړه.
تردې وړاندې یوشمېر نوماندانو حکومت ته ګوتڅنډنې کړې وې او دسرپرست حکومت رامنځته کېدا یې ددې قضیې اساسي حل بللی وو، خوحکومت بیا دسترې محکمې له لوري دخپلې دورې غځېدا قانوني حق بولي، او نوماندان په سخت دریځۍ تورنوي.



