مولوي ریحان د یوې چاودنې هدف وګرځېد، سرچینې وایي نوموړی وژل شوی

کابل ټکی کام( جمعه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۸)

د کابل ښار په پکتیا کوټ سیمه کې مولوي ریحان د یوې چاودنې هدف ګرځیدلی دی.

ویل کیږي چاودنه دننه په جومات کې شوې ده.

د لومړنیو مالوماتو له مخې چې مولوي ریحان په ټپی حالت کې روغتون ته وړل شوی.

ځینو سرچینو خبر ورکړی چې مولوي ریحان په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په چاودنه کې نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو تر دې دمه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د دې برید مسؤلیت لا هم چا نه دی منلی خو ورته پیښې ډیری وخت د داعش تر لیبل لاندې ترسره کیږي.

د ځینو شنونکو په اند چې دا ډول بریدونه خپله ملي امنیت د ځینو استخباراتي کړیو په مټ ترسره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button