دوهم تعقیب: کورنیو چارو وزارت د مولوي ریحان وژل کیدل تائید کړل

کابل ټکی کام( جمعه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۸)

نن شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې په یوه جمات کې دننه چاودنه وشوه.

د دې چاودنې هدف مولوي ریحان وو چې نوموړی پکې وژل شوی هم دی.

ویل کیږي چاودیدونکي توکي تر ممبر لاندې ورته ایښودل شوي وو.

چاودنه د “التقوی” په جمات کې ترسره شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د مولوي ریحان وژل کیدل تائید کړي او زیاته کړې یې ده، چې ۱۶ کسان نور هم ټپیان شوي دي.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button