اعتکاف څه ډول وکړو؟

ډاکټر يوسف اکبري
د اعتکاف تعريف
اعتکاف په لغت کې په کوم ځای کې بندېدلو او يا کوم مقام کې درېدلو ته وايي ، او د شريعت په اصطلاح کې په جومات يا کور کې د اطاعت او عبادت په قصد سره پاتې کيدلو ته اعتکاف وايي .
د اعتکاف حکم :
کوم اعتکاف چې د رمضان المبارک په آخري لسو ورځو کې تر سره کيږي حکم يې سنت مؤکده کفايي دی چې خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند تر ورستي وخته پورې کړي دی او صحابه کرامو به هم ورسره ادا کولو .
عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخارى )
ژباړه : عايشه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلی .
که په کوم کلي کې بالکل اعتکاف ونه شي نو د کلي ټول خلک ګنهکاريږي .
د اطرافو په ځينو سيمو کې دغه سنت بالکل ترک شوي دي چه د هغه را ژوندي کول سخت ضرور دي .
فضيلت :
ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : من اعتكف يوما ابتغاء وجه الله جعل الله بينه وبين النار ثلاث خنادق أبعد مما بين الخافقين ( رواه الطبراني و البيهقي باسناد ضعيف ) .
ژباړه : چا چې د الله تعالی د رضا لپاره يوه ورځ اعتکاف وکړ ، الله پاک به د هغه او دوزخ تر مينځ د دريو داسې کندو په برابر لرې والی راولي چې د هغه به د ځمکې او آسمان تر مينځ فاصله څخه زيات وي .
د اعتکاف شرطونه :
۱- له جنابت ،حيض او نفاس څخه پاکوالی .
۲- د اعتکاف نيت کول
۳- د سړو د پاره په جومات کې او د ښځو د پاره په کور کې د لسو ورځو د پاره حصارېدل .
د رمضان نه علاوه د نفل اعتکاف اجازت هم شته د هغې د پاره روژه نيول ضرور نه دي ،هدارنګه واجب اعتکاف وي چې د هغه د پاره روژه نيول ضروري وي .
واجب اعتکاف هغه دی چې کوم چا په خپل ځان نذر منلی وي .
د ښځو اعتکاف :
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد لکه څنګه چې د ښځو د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دی همداسې د ښځو د پاره په کور کې اعتکاف غوره دی .
د کور په کوم ځای کې چې لمونځ کوي په همغه ځای کې دې د اعتکاف د پاره خيمه ووهي .
هغه کارونه چې په اعتکاف کې حرام دي .
دوه ډوله کارونه په اعتکاف کې حرام دي :
لومړی قسم بې ضرورته د اعتکاف له ځای څخه وتل حرام دي .
ضرورتونه دوه قسمه دي طبعي ضرورتونه لکه : خوړل ،چښل ،جنابت ، قضايې حاجت او نور .
دوهم قسم شرعي ضرورتونه مثلاً د جُمعي د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلل او نور .
د ضرورياتو لنډ تفصيل :
۱- که په جومات کې د رفع حاجت ځای نه وي نوخپل کور ته د رفع حاجت د پاره تلای شي د رفع حاجت وروسته به فوراً جومات ته ځي هلته به وخت نه تيروي .
۲- د فرض غسل د پاره چې احتلام ورته شوی وي که په جومات کې ځای نه وي بهر تلای شي مګر د بدن د پاکوالی غسل د پاره نشي تللای .
۳- که نوموړی جومات جامع نه وي د جُمعی د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلای شي خو سنت به همدلته کوي د فرض لمونځ او خطبي وروسته به بيرته راځي نور سنت به هم په خپل ځای کې ادا کوي .
۴- که د خواراک او چښاک يا د اوداسه د اوبو راوړلو څوک نه لري نو د هغه د پاره کور ته تلای شي .
۵- د کوم ضرورت د پاره چې د باندې وځي د هغه د کولو وروسته به فوراً بيرته راځي او بهر به نه تم کيږي او نه به بې ضرورته د چا سره خبرې کوي .
۶- د جومات نه د باندې وتلو مطلب دا دی چې په څومره ځای کې چې په عام طور لمونځ ادا کيږي هغه حصه په جومات کې شامله ده نور د جومات تشنابونه ، احاطه وغيره په جومات کې شامل نه دي که بې ضرورته ووتلو نو اعتکاف يې ماتيږي .
په اعتکاف کې حرام يا مکره تحريمي کارونه :
۱- مباشرت کول که قصداً وي يا سهواً په جومات کې د ننه وي يا بهر اعتکاف ماتوي .
۲- د ښځې مچي کول يا ور تر غاړه کيدل مکروه تحريمي دي .
۳- په اعتکاف كې بالکل چوپ پاتيدل مکروه تحريمي دي يعنی دی به څه ناڅه خپل وخت په تلاوت ،نفلو،ذکر،ديني مطالعه او ديني کتابت تيروي .
۴- كوم دينوي کار تر سره كول که په کور کې څوک نه وي نو بيا د ضرورت رفع کول باک نه لري .
د اعتکاف وخت :
د روژې په شلم تاريخ چې کله د مازيګر لمونځ وکړي نو اعتکاف به شروع کړي ، هر کله چې د اختر مياشت وليدل شي نو اعتکاف به ختم شي



