کرکټ: سبا د افغانستان دوهمه تمريناتي لوبه انګلستان سره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۵)

ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له انګلستان سره خپله دوهمه تمريناتي لوبه ترسره کړي.

دا چې د مئ مياشتې په ديرشمه نيټه د کرکټ د نړيوال جام سيالۍ پيل کيږي نو په دغه جام کې برخه اخيستونکې لوبډلې بايد د جام سياليو له پيليدو مخکې دوه تمريناتي لوبې وکړي.

افغانستان هم خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه د تيرې جمعې په ورځ د پاکستان له کرکټ ملي لوبډلې سره وه چې د درېيو ويکټو په توپير يې پاکستان مات کړ او بريا يې په خپل نوم کړه.

د انګلستان او افغانستان کرکټ لوبډلو سبانۍ سيالي د لندن کېنينګټن سيمې په او وال لوبغالي کې ترسره کيږي.

د يادونې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړيوال جام په سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نيټه د اسټراليا لوبډلې سره لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button